د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سیاه کوه د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده. جوړه شوې ودانۍ ۴ درسي ټولګي، د اوبو یوه څاه او ۵ غرفې تشنابونه لري، چې په یوه وخت کې ۲۰۰ زده کوونکي پکې زده کړې کولای شي.
د لوګر د پوهنې رئیس سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د ۴۰۰ زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شوه. له بل لوري د سیمې خلکو هم د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي ښودلې او دا یې د خپلو اولادنو لپاره یو روښانه راتلونکی بللی دی.
