د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی تاسیس شو
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندي د اسلام دره په کلي کې د حضرت بلال (رض) په نوم د نجونو او هلکانو یو نوی لومړنۍ ښوونځی تاسیس شو.
یاد ښوونځی د پوهنې ریاست په هلو ځلو د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت له منظورۍ وروسته رسمآ فعال شو.
د نوموړي ښوونځي په تاسیسولو سره د دوبندي د اسلام دره او شاوخوا سیمو ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه، چې د کرونا له رخصتیو وروسته به یې درسي بهیر پیل شي.
څه موده مخکې دغه ښوونځي ته یوه قومي مشر حاجي سلطان خپله یو جریب ځمکه هم وقف کړې ده، چې په راتلونکې کال کې به ورته ودانۍ جوړه شي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي، چې له دې مخکې په یاد کلي کې ښوونځی موجود نه و او ماشومانو به یې د نورو کلیو په ښوونځیو کې زده کړې کولې.
د پوهنې سرپرست رییس د دوبندي د اسلام دره اوسېدونکو ته د ښوونځي د تاسیس کېدو مبارکي وایي او له هغوی غواړي، چې خپل ماشومان په دې ښوونځي کې شامل کړي.
په خوښۍ ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۲ ښوونځي شته، چې ۵ لېسې ، ۷ منځني او ۱۰ لومړني ښوونځي دي.
