د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ځمکه وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۴:۴۷
د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ځمکه وقف شوه

د پوهنې وزارت ـ لوګر:  د لوګر د خروار ولسوالۍ د صدو د کلي یوه قومي مشر په خپله خوښه د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره ځمکه وقف کړه.
دغه قومي مشر الحاج محمد صادق نومیږي، چې خپله یو نیم جریب ځمکه یې د شیخ موسی منځني ښوونځي ته وقف کړې ده.
د شیخ موسی د نجونو او هلکانو منځنی ښوونځی ۴۵ کاله مخکې تاسیس شوی، چې اوس مهال شاوخوا ۱۷۶ زده کوونکي لري. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادې ځمکې د قبالې اخېستلو پر مهال د قومي مشر الحاج محمد صادق کار وستایه او دا یې له ثوابه ډک کار وباله. 
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال الحاج محمد قسیم خوشیوال له یاد قومي مشر څخه مننه وکړه او د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي یې وهڅول، چې د دغه قومي مشر په څېر ځمکو نه لرونکو ښوونځیو ته ځمکې ورکړي.   
د یادونې وړده، چې په خروار ولسوالۍ کې دا مهال ۱۱ ښوونځي شتون لري، چې ټول د زده کوونکو پر مخ خلاص دي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS