د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د برېښنا او څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند د جرنیل هلکانو په لېسه کې د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد سیسټمونه چې شاوخوا ۴۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ فعال شول، چې پکې شپږ تختې لمریز پینلونه، د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې برېښنا او د اوبو منظم رسولو سیسټمونه شامل دي.
د دغو اسانتیاوو په برابرېدو سره به د یادې لېسې زدهکوونکي د برېښنا او د څښاک پاکو اوبو له غوره اسانتیاوو څخه برخمن او د زدهکړو بهیر به یې لا ښه او اسانه شي.
