د لوګر ولایت په یوه دیني مدرسه کې د جومات جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند مظهرالعلوم دیني مدرسې لپاره د یوه محراب جومات جوړولو چارې د سیمې د علم پروه خلکو په ۷۰۰ زره افغانیو مالي مرسته پیل شوې.
د یاد جومات ودانۍ به په دوو پوړونو کې پر درې بسوې ځمکه جوړه شي، چې په یوه وخت کې به د ۱۲۰۰ څخه د زیاتو لمونځکوونکو ځایولو ظرفیت ولري.
