د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د ۵۷۲ تنو م/جاهدینو او راستنېدونکو کډوالو شاملولو په موخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۰
58485

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له۵۷۲ تنو م/جاهدینو او هغو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه خپل هېواد ته راستانه شوي دي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د دغې ارزونې موخه دا ده چې د م/جاهدینو او راستنېدونکو کورنیو ماشومانو ته د زده‌کړې فرصتونه برابر شي او هغوی په ښوونځیو کې شامل شي.
په پورته ذکر شوې ازموینه کې ۴۵۰ تنو م/جاهدینو او ۱۲۲ تنو کډوالو ماشومانو ګډون درلود، چې تر ارزونې وروسته به هغوی د تعلیمي سویې مطابق د شپږم څخه تر یوولسم ټولګي پورې په ښوونځیو کې شامل کړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو د مدیرانو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د «اغېزمنې زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ د هرات ولایت د مرکز سربېره د انجیل، گذره، رباط‌سنګي، کرخ، اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو د پوهنې اړوند ۱۴۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو مسوولینو او آمرینو لپاره علمي غونډه پیل شوه

 د دایکنډي ولایت خدیر ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مسوولینو، ښوونکو او د پوهنې د ملاتړو شوراګانو غړو لپاره د مؤثرې زده‌کړې او پوهې ترویج تر سرلیک لاندې  درې ورځنۍ غونډه پیل شوه
په یاده غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

BACK TO NEWS