د لوګر له ۳۰۳۴ ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۹:۳۱
کمک های نقدی با آموزگاران مکتب های ولایت لوگر

د لوګر په ولایت کې د نجونو او هلکانو د  شته ۳۱۲ دولتي ښوونيزو مرکزونو له ۳۰۳۴ ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه. 
دا مرسته د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې، د پوهنې وزارت په هڅو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف کړې ده.
له ښوونکو سره یاده نغدي مرسته، د معاشونو د اکونټونو له لارې شوې ده،چې هر ښوونکي ته د ۱۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ حواله شوي دي.
د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز له ښوونکو سره پر یادې نغدي مرستې ډېره خوښي څرګندوي او وایي، چې د ښوونکو اقتصادي حالت زیات خراب دی. 
د پوهنې رئیس له نورو مرسته کوونکو مٶسسو غوښتنه کوي،چې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو د حلولو لپاره دا ډول نورې مرستې هم وکړي. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا لومړی ځل دی، چې د ښوونځیو له ښوونکو سره د یوې مرستندویه مٶسسې له خوا نغدي مرسته کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS