د لوګر له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسوولينو او کارکوونکو ته د پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوې او په پام کې ده چې په دې رياست کې ۲۱۰ تنو ته نوي پېژندپاڼې ووېشل شي.
مسوولینو وویل، چې د دې کارتونو د وېش موخه د کارکوونکو د رتبو او دندو پېژندل دي.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست د دعوت او ارشاد څانګې مسوولينو د دغه ولايت د ۳۵ دولتي او خصوصي ښوونځيو مديرانو ته د يو ورځني سيمينار په پيلولو سره له هغوی وغوښتل چې په خپلو ورځنيو چارو کې د اسلام مبارک احکام مراعات کړي.
په لوګر ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته د ۱۷۶ خیمو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو د دغې ادارې له دوامدارو مرسته څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: دغه خيمې به د ١٣٩٢ د نوي تعليمي کال په پيل کې هغو ښوونځیو ته ورکړل شي، چې درسي خوني نه لري.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: د دغه رياست په ٣٥ تنو کارکوونکو باندې ژمنۍ جامې ووېشل شوې .
د يادونې وړ ده: يادې شوې جامې چې کميسونه او جمپرونه په کې شامل دي د لوګر د پوهنې رياست له بوديجې څخه چمتو شوي دي.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، د برکي برک ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو د مدیرانو لپاره د کاري پلانونو او راپور ورکولو په موخه دوه ورځنی سیمینار جوړ شو.
