د لوګر د ۷۹۲ ښوونکو لپاره د درسي توکو مرسته وشوه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د لومړنیو ښوونځیو د ۷۹۲ نارینه او ښځینه ښوونکو لپاره د درسي موادو مرسته وشوه.
دغه مرسته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې( یونیسف ) کړې ده ، چې شاوخوا ۱۷۸۰ امریکایي ډالره ارزښت لري.
په یاده مرسته کې ۸۸ کېټه درسي توکي شامل دي،چې هر یو کېټ یې د ۹ ښوونکو لپاره ۱۸ ټوکه د لیکنې کتابچې، ۴۵ خودکارقلمونه، ۹ د زده کوونکو حاضریانې او ۱۸ بستې رنګه تباشیر لري.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال په تېرو کلونو کې له ښوونکو او زده کوونکو سره د یادې ادارې مرستې وستایلې او د دا ډول نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.
په مخکنیو کلونو کې هم د یونیسف موسسې د لوګر د لومړنیو ښوونځیو له سلګونو ښوونکو او زرګونو زده کوونکو د درسي توکو مرستې کړې دي.
