د لوګر د ښوونکو او زده کوونکو د وړتیا لوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۶:۹
د لوګر د ښوونکو او زده کوونکو د وړتیا لوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

د لوګر د پوهنې ریاست د خپلو ښوونکو د تحصیلي کچې د لوړولو او د زده کوونکو د وړتیا لوړونې هوکړه لیک لاسلیک کړ. 
دغه هوکړه لیک د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال او د لوړو زده کړو رئیس محمد ناصر ستانکزي تر منځ لاسلیک شو. 
د یاد هوکړه لیک د لاسلیکېدو موخه د لوګر د پوهنې بهیر او دغه راز د لوړو زده کړو بهیر ته په ګډه وده ورکول دي.
د ښوونکو د تحصیلي کچې لوړول، د ښوونځیو زده کوونکو ته د روزنیزو پروګرامونوجوړول او د ښوونې او روزنې محصلینو ته په ښوونځیو کې د عملي زده کړو د زمینې برابرول د یاد هوکړه لیک هغه مهمې دي، چې دواړه خواوې به په دغو برخو کې له یو بل سره همکاري وکړي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال یاد هوکړه لیک مهم وباله او زیاته یې کړه، چې دغه هوکړه لیک د ښوونکو او زده کوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره ښه روزنیز پروګرامونه لري.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې په دې هوکړه لیک سره به د ښوونځیو په تدریسي کیفیت کې لوړوالی رامنځته شي او له امله به یې د ښوونکو او زده کوونکو تحصیلي وړتیاوې لوړې شي. 
د لوګر د لوړو زده کړو رئیس محمد ناصر ستانکزی وایي، چې د یاد هوکړه لیک موخه د ښوونځیو ښوونکو د تحصیلي کچې لوړول، زده کوونکو ته د روزنیزو پرګرامونو جوړول او هم په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې محصلینو لپاره د عملي تدریس زمینې برابرول دي. 
د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو کلونو کې هم د خپلو ښوونکو او زده کوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې پراخې هلې ځلې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS