د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس د پوهنې ښاري آمریت له کارکوونکو سره وکتل
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د پل علم ښار د پوهنې ښاري آمریت له آمر او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د پوهنې ښاري آمر او ورسره راغلو کارکوونکو د پوهنې سرپرست رئیس ته د دندې د پیل مبارکي ورکړه.
وروسته د پوهنې ښاري آمر له خوا د پوهنې ښاري آمریت اړوند کارکوونکي د پوهنې سرپرست رئیس ته ور وپېژندل شول.
د پوهنې سرپرست رئیس د نوموړو کارکوونکو تر پېژندنې وروسته هغوی ته وویل، چې زه لوګر ته د ښه خدمت په موخه راغلی یم.
هغه زیاته کړه،چې د پوهنې د ودې او پرمختګ او د ښوونځیو د شته ستونزو د هوارولو لپاره به پراخې هلې ځلې وکړم.
د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس د خپلې دندې له پیل وروسته د ځینو نورو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو له آمرانو او کارکوونکو سره هم لیده کاته کړي دي.
