د لوګر د پوهنې رئیس د غوره خدمتونو او هڅو ستاینلیک تر لاسه کړ
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال ته د پوهنې بهیر په لاره کې د غوره خدمتونو او هڅو په خاطر ستاینلیک ورکړ.
د هغه د ستاینې په غونډه کې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د بیلا بیلو دولتي ریاستونو رئیسانو، مدني فعالانو، خبریالانو، د ښوونځیو یو شمېر مدیرانو، سرښوونکو، د ښوونکو د منتخې شورا رئیس لطف الله ستانکزي او د ځوانانو د علمي شورا مسوول روز الدین میوند برخه لرله.
د پوهنې رئیس ته یاد ستاینلیک د ښوونکو د منتخې شورا او د ځوانانو د علمي شورا له خوا د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ ورکړل شو.
د لوګر د ښوونکو د اتحادیې رئیس لطف الله ستانکزي غونډې ته وویل،چې د پوهنې رئیس د پوهنې بهیر د ښه والي او اصلاح لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي او باید وستایل شي.
ها خوا د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال پر یادې ستاینې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه،چې په دې کار سره لا وهڅول شوم څو د پوهنې بهیر پرمختګ ته لا ډېر کار وکړم.
د پوهنې رئیس وویل، چې د پوهنې وضعیت د لا ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوم او په خپل ټول توان کوښښ کوم، چې دغه بهیر لا پسې ښه کړم.
له بل لوري په دې غونډه کې یو شمېر مدني فعالانو، خبریالانو او ځوانانو هم په خپلو خبرو کې د پوهنې رئیس کړنې وستایلې او دوی زیاته کړه، چې د پوهنې رئیس ښې لاسته راوړنې لري.
د لوګر د پوهنې رئیس له دې مخکې هم د پوهنې وزارت په ګډون د مرستندویه موسسو، مدني فعالانو، محلي رسنیو، دیني عالمانو او قومي مشرانو له خوا ستایل شوی دی.
