د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس خپل کور ښوونځي ته وقف کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۳:۲۶
moe


د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي الحاج عبدالرحمن ناصري خپل کور ښوونځي ته وقف کړ.
هغه خپل یو جریب کور، چې په بره کي برک ولسوالۍ کې دی د عبدالرحمن په نوم د نجونو منځني ښوونځي ته ډالۍ کړی دی.
یاد کور
۹ خونې لري، چې اوس مهال د دغه ښوونځي ۵۵۴ نجونې زده کوونکې په همدغو خونو کې سبق وایي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس وایي،چې خپل کور یې نجونو ته د زده کړو زمینې د برابرولو په موخه معارف ته وقف کړ.
د عبدالرحمن ښوونځی پر
۱۳۸۱ لمریز ښوونیز کال تاسیس شوی، چې د اتو سیمو نجونې ورته د زده کړو لپاره ورځي.
د لوګر د پوهنې ریاست د ولسمشر د لارښوونې له مخې ښوونځیو ته د ځمکو د پیدا کولو په موخه یوه کمېټه جوړه کړې ده.
یادې کمېټې په تېر کال کې د ښوونځیو لپاره شاوخوا
۱۲۰ جریبه ځمکه د خلکو تر هڅولو وروسته ښوونځیو ته اخیستي دي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS