د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۷۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتيا وو لوړولو روزنه ښه روانه ده!

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۱۳:۵۶
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۷۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتيا وو لوړولو روزنه ښه روانه ده!

د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ د يو  شمېر ښوونځيو د ۷۰ تنو نارينه او ښځينه ښوونکو د وړتيا لوړونې روزنه ښه پر مخ روانه ده.
 د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالرحمن مدني د ياد مطلب په څرګندولو سره وايي؛چې دا روزنه ۷ ورځې مخکې د پوهنې رياست په هلو ځلو د آى، آر، سي موسسې له خوا پيل شوې وه.
 د ده په خبره؛د دې روزنې مٶخه، د ښوونکو وړتيا لوړول دي، چې  ۴۰ نارينه  او ۳۰ ښځينه ښوونکي به پکې د تدريس د نوېو لارو چارو مسلکي روزنه تر لاسه کړي. 
هغه زياته کړه؛ چې په دې روزنې سره به په ښوونځيو کې درسي کيفيت لا لوړ شي او هم به د تدريس په برخه کې د ښوونکو شته ستونزې هوارې شي.
مدنی د يادو ښوونکو پر روزنې خوښي څرګنده کړه او  د پوهنې رياست له چارواکو څخه د ورته نورو روزنيزو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکي شو.
د یاد روزنيز ورکشاپ برخه وال ياده روزنه اړينه وبلله او د وخت پر زياتېدو يې ټينګار وکړ.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS