د لوګر د راتلونکي کال د کانکور ازموینې ته د نوم ثبتونې بهیر پیل شو
د پوهنې وزارت، لوګر؛ د لوګر د راتلونکي کال د کانکور آزموینې ته د د دولسمو ټولګیو د فارغینو د نوم ثبتونې او فورمو ډکولو لړۍ پیل شوه.
دغه لړۍ د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د لارښوونې له مخې پیل شوه، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.
د یادې لړۍ له لارې به د ۳۹۸ نجونو په ګډون ۳۴۸۰ زده کوونکو ته، چې د دولسمو ټولګیو فارغین دي د کانکور د ګډون فورمې ووېشل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي له مؤظفې کمېټې وغوښتل، چې د کانکور آزموینې د نوم لیکنې پروسه په شفافه توګه ترسره کړي.
هغه د ښوونځیو مدیرانو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د فورمو د وېشلو پر مهال له زده کوونکو څخه له ۴۰۰ افغانۍ ډېرې پیسې وا نخلي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د ۱۳۹۹ کال د کانکور آزموینې ته د ۳۲۰ نجونو په ګډون ۳۷۰۰ زده کوونکو نوم لیکنه کړې وه.
