د لوګر د دوو ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۰:۶
د لوګر د دوو ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د دوو ښوونځیو پر ۱۳ سوه زده کوونکو د قرطاسیې مرسته وویشل شوه.
دغه مرسته په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو یوه استازي الحاج انجنیر محمد آصف نبي زي خیریه بنسټ د کلنګار جهادي او بي بي فاطمې له لېسو سره وکړه.
په دې مرسته کې د نوموړو دواړو ښوونځیو هر زده کوونکي ته یوه کتابچه، یو خود کار قلم، یو پنسل، یو پنسل پاک او یو قلم تراش ورکړل شول.
د نبي زي خیریه بنسټ دوه ورځې مخکې د لوګر د ښوونځیو پر سلو زرو زده کوونکو د قرطاسیې مرستې ویش پیل کړی.
د یادې مرستې له پیله تر اوسه د پنځو ښوونځیو پر ۳ زرو زده کوونکو د قرطاسیې مرسته ویشل شوې او پر نورو زده کوونکو به هم وویشل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د ښوونځیو له زده کوونکو سره د الحاج انجنیر محمد آصف نبي زي کړې مرستې ستایلي.
د پوهنې رئیس په ملي شورا کې د لوګر له نورو وکیلانو غوښتي،چې د نبي زي په څېر د ښوونځیو له زده کوونکو سره مرستې وکړي.
ها خوا د نبي زي خیریه بنسټ وایي،چې د پل علم ښوونځیو له زده کوونکو سره تر مرستې وروسته دا لړۍ ولسوالیو ته هم وغځول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS