د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسیدونکي باید خپلې لوڼې په ښوونځیو کې شاملې کړي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسیدونکي باید د نورو ولسوالیو په څېر د راتلونکي ۱۳۹۹ ښوونیز کال لپاره خپلې لوڼې په ښوونځیو کې شاملې کړي.
په یادې ولسوالۍ کې دا مها ل د یوه خصوصي ښوونځي په ګډون ۱۳ ښوونځي شتون لري، چې ټول ۲۷۵۴ زده کوونکي یې هلکان دي.
د نوموړو ښوونځیو له جملې څخه دوه لېسې، ۵ منځني او ۶ نور لومړني ښوونځي دي، چې یوه یې خصوصي لېسه ده.
په دې ولسوالۍ کې د هلکانو په څېر نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره شوې، خو ناامني او دودېز محدودیتونه هغه ستونزې دي، چې د دغې ولسوالۍ نجونې یې له زده کړو محرومې کړې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست د خروار ولسوالۍ پر ټولو دیني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو غږ کوي، چې خپلې لوڼې په ښوونځیو کې شاملې کړي او د زامنو په څېر پر خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا مهال ۳۰۹ ښوونیز مرکزونه شتون لري، چې ۹۳ یې د نجونو ځانګړي ښوونیز مرکزونه دي.
