د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۰:۲۹
17

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي حامد حسیب په داسې حال کې چې د یاد وزارت د جامعاتو او تخصصاتو لوی رئیس مولوي فرید یې هم ملتیا کوله، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل.

په یاده کتنه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د ۱۴۴۶ ه ق کال لپاره د مدارسو د ط.البانو او فاضلانو د آزموینو څرنګوالي په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د مسئولينو د همکاريو د قدردانۍ په ترڅ کې وويل، د داخلې شرايطو ته په کتو سره لازمه ده، چې غوښتونکو ته د هغوی له شرایطو سره سم د داخلې فورمې ورکړل شي او د یادو فورمو تر وېشلو وروسته باید په انفرادي ډول داخله بنده شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه: اړینه ده، تر څو د آزموینې اخیستونکو ته روزنه ورکړل شي او آزموینې لپاره پراخه او مناسب چاپېریال برابر کړل شي.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د آزموینې پر روڼتیا او چمتووالي ټینګار وکړ او له پوهنې وزارت سره یې د دغه وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په بلخ ولایت کې ۲۷ بابه تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او  مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا، په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت له بودیجې او د شریکو ادارو د مرستې څخه د ۲۵ مېلیونه ۲۶۸ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

BACK TO NEWS