د لغمان ولایت ښوونځیو ته څه کم ۱۰ زره ټوکه درسي کتابونه توزېع شول
د پوهنې وزارت له خوا د ۳۷۲ زره ۴۹۱ افغانیو په لګښت۹۹۳۲ ټوکه درسي کتابونه، د لغمان ولایت پوهنې ریاست ته لېږل شوي وو، چې د یو مسئول پلاوي په جضور کې دیاد ولایت د مرکز او اړوندو ولسوالیو منځنیو ښوونځيو ته ووېشل شول.
د پوهنې وزارت له ټولو زدهکوونکو څخه غوښتنه کوي، چې د درسي کتابونو ساتنې او پالنې ته کوم چې د بیتالمال برخه ده، جدي پاملرنه وکړئ؛ ترڅو وکولی شي له هغو څخه زیاته ګټه پورته کړي.
