د لغمان ولایت په ۳۰ بابه ښوونځیو کې د څه باندې یو مېلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټمونه فعال شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲
یبلطی

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د لغمان ولایت په ۳۰ بابه ښوونځیو کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا شبکې فعالې شوې او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، چې د یاد ولایت پوهنې مسؤلینو هم پکې ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد وویل چې د برېښنا سیسټمونه د تعلیمي بنسټونو د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري؛ ځکه د برېښنا په شتون کې ښوونځي په انټرنېټ، ډیجیټلي اسانتیاوو او لابراتوارونو سمبال او فعالېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS