د لغمان ولایت د مفتاح العلوم په مدرسه کې د دستاربندي مراسم ترسره شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۹:۳۸
مراسم دستاربندی در مدرسه مفتاح العلوم ولایت لغمان

د لغمان ولایت د فراشغان د چاشدر درې کې د مفتاح العلوم په دیني مدرسې کې د ۳۲ طالبانو د فراغت  ځانګړي مراسم ترسره شول.

د مدرسې د مسؤلینو په وینا؛ له ۳۲ فارغانو څخه ۶ تنو د قرآن عظیم الشان د حفظ په برخه کې او پاتې د ناظره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې مراسمو کې د معارف پر مسوولینو سربېره، د یادې مدرسې علمانو، مدرسینو او زده کوونکو، مشرانو او د زده کوونکو والدینو ګډون  درلود.

ويناوالو فارغانو ته د مبارکي ویلو په ترڅ کې، زده کوونکې نورو زدکړو په ځانګړي ډول دیني زده کړو ته وهڅول، او له والدينو څخه يې وغوښتل چې خپل اولادونه ښونځۍ او مدرسې ته ولیږي. 
د مراسمو په پای کې د مسوولینو او د مدرسې د ښوونکو او علمای کرامو له خوا د فارغانو پر سر د فضیلت پګړی وتړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS