د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۳۵
مروری بر فعالیت های ریاست معارف ولایت لغمان

د افغانستان د مخابراتو دولتي شرکت په پام کې لري چې د نوري فایبر د سیسټم په فعالولو سره د لغمان پوهنې ریاست له انټرنټي خدمتونو برخمن کړي.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د ياد شوي شرکت له مسوولينو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه؛ د انټرنېټ په فعالېدو سره به د دې رياست په کاري بهير کې زياتې اسانتياوې برابرې شي.

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه  جهان ساجد د پوهنې وزارت د پلان له رئیس سره په کتنه کې د دغه ریاست پلانونه او لاسته راوړنې بیان کړې او د وړاندې شویو پلانونو په عملي کولو کې یې د لازمې مرستو غوښتنه وکړه.
 له بلې خوا د پلان ریس د لغمان د پوهنې ریاست د کړنو د ستاینې په ترڅ کې ورسره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

د لغمان ولايت د بادپښ ولسوالۍ د پوهنې مسوولينو د دې ولايت د نورو دولتي ادارو د مسوولينو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې د څو نیالګیو په کېنولو سره د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره دعا وکړه.

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمر او ولسوال د پوهنې وضعیت د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو (لومړنيو، منځنيو او لېسو) څخه لیدنه وکړه او د پوهنیزو چارو د ښه والي لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړل.

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د دې ولسوالۍ د سلطان ویس بابا او شمشیر آباد ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره یې د اداري اصلاحاتو په موخه خبري وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS