د لغمان عالي دارالعلوم ته سل ټوکه قرانکریم ډالۍ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۵:۲۲
هدیه ۱۰۰ جلد کلام الله مجید به دارالعلوم اناثیه ولایت لغمان

پوهنې وزارت، لغمان : د لغمان ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې بریښنا صافۍ له لوري ، په داسې حال کې چې د لغمان ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې میرمن بریښنا خادم هم شتون درلود، د لغمان عالي دارالعلوم ښځینه زده کوونکو ته سل ټوکه قرآنکریم ډالۍ کړ.

د پوهنې ریاست مرستیالې د دیني علومو زده کړه، د هیواد ځوانانو لپاره خورا ارزښتناکه وګڼله او د ولایتي چارواکو دا کړنه یې وستایله.

همدا راز د ولایت له مقام څخه وغوښتل شول، چې د ستونزو د حل په برخه کې د دیني زده کړو له بنسټونو ملاتړ وکړي ، چې په دې برخه کې د آغلې صافۍ لخوا د لا زیاتو همکاریو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS