د لغمان د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه
پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو ښوونکو او زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه.
یاده قرطاسیه څه موده مخکې د یونیسف موسسې لخوا د لغمان د پوهنې ریاست سره مرسته کړې ، چې په دې قرطاسیه کې ۹۶۱ کیټه د ښوونکو درسي توکي، ۱۱۰۶کیټه د زده کوونکو درسي توکي او ۲۶۱۳۷ دانۍ دکتابونو بیکونه شامل دي.
د لغمان د پوهنې رئیس وایي،چې د دې قرطاسیې په وېشلو سره به د یادو ښوونکو او زده کوونکو د قرطاسیې ستونزه هواره شي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې په نوموړو درسي توکو کې د کتابونو بیکونه، کتابچې، قلمونه، پنسلونه او د زده کړې نور ضروري لوازم په کې شامل دي.
د یادونې وړده، چې د یونیسف موسسې په تېرو کلونو کې هم د لغمان د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره ورته مرستې کړي دي.
