د لغمان د ښوونځیو له یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه
د پوهنې وزارت، لغمان: د HHRD موسسې له لوري د لغمان ولایت د پوهنې رياست اړوندو ښوونځيو له يتيمو زده کوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته شويو توکو کې اوړه ، غوړي او وریجي شاملي دې، چې د لغمان ولایت اړوند د ښوونځیو ۲۵۰ تنو یتیمو زده کوونکو باندې وویشل شوې.
په هغه غونډه کې چې د دې توکو د ویش په موخه جوړه شوې وه، د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر مولوي حیات الله حیات فرقاني له HHRD موسسې له مسوولینو مننه وکړه او د يادې موسسې څخه يې وغوښتل چې په راتلونکې کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
همدارنګه دیادې موسسې د ختیځ زون مسول ذبيح الله شيرزاد د پوهنې ریاست سره د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه.
