د لغمان د پوهنې ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس او معاون رسماً دندې پیل کړې
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس مولوي شاه جهان ساجد او مولوي صدیق الله د هغه د معاون په توګه رسماً خپلې دندې پیل کړې، هغوی د لغمان ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي جان محمد لخوا د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د پوهنې ریاست کارکوونکو، د ښوونځیو مدیرانو او استادانو ته معرفي شول.
د علماوو په استازولی مولوی محمدحسین حقانی پوهنې رییس ته د مبارکي تر څنګ ژمنه وکړه چې د لغمان علما د پوهنې د پرمختک په خاطر پوره پوره همکار دي.
نوموړي د ریاست الوزرا د ۵۳۵ ګڼې حکم پر اساس د لغمان ولایت د رئیس او د یاد ریاست د تدریسي معاون په توګه وټاکل شول.
د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان له راغلو ټولو ګډون والو مننه وکړه، او له مشرانو يې مننه وکړه چې په ده يې باور وکړ او لوی مسؤلیت یې وروسپاره.
همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د یتیمانو د ښې روزنې په پار به په ياد ولايت کې دارالایتام هم جوړوي.
