د لغمان د پوهنې ریاست او ښوونیزو مرکزونو تر منځ هوکره لیک لاسلیک شو
د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان د پوهنې ریاست او ښوونیزو مرکزونو د ټولنې تر منځ د رضاکاره ښوونکو هوکره لیک لاسلیک شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، د ولايت مرستيال الحاج شهزاده مظلوم يار سربېره، په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ، د پوهنې رئيس عبدالله حميدي، د بېلابېلو ښوونيزو مرکزونو د ټولنو مسوولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.
لومړی د پوهنې رئيس عبدالله حميدي د ښوونيزو مرکزونو له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې په ښوونځيو کې د رضاکاره ښوونکو په توګه په وړيا ډول تدريس کوي.
ورپسې د ښوونيزو مرکزونو د ټولنو استازو خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دوی حاضر دي، چې په رضاکاره ډول په بېلابېلو ښوونځيو کې په وړيا ډول تدريس وکړي.
نوموړو وويل خوښ دي، چې د پوهنې رياست په چوکاټ کې د رضاکاره استادانو هوکړه ليک د دې رياست له مسوولينو سره لاسليکوي.
همدارنګه د ولايت مرستال الحاج شهزاده مظلوم يار د ښوونيزو مرکزونو د ټولنو له مسوولينو څخه مننه کړه، چې په علمي برخه کې يې نوښت کړی او په رضاکاره ډول تدريس کوي.
هغه وويل لغمان د علم او آدب زانګو ده او د ځوانانو دا کار يې د دې ښکارندوی کوي، چې د دې ولايت ځوانان په علم او پوهې مين خلک دي.
ورپسې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ هم د رضاکاره استادانو په تدريس د خوښۍ ښودلو ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې په وړيا ډول په بېلابېلو ښوونځيو کې تدريس ورکولو ته چمتو دي.
