د لغمان د پوهنې رياست د پاکوالي په موخه حشر تر سره کړ!
د پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم دا اوونۍ پاکوالي او نظافت ته ځانګړې شوې وه، چې د لغمان د پوهنې رياست او ولسواليو آمريتونو کې د وزارت محترم مقام د حکم سره سم د پاکوالي او نظافت په موخه حشرونه ترسره شول .
د لغمان د پوهنې ریيس عبدالله حميدي د ولسواليو آمريتونو ته هم د پاکوالي د حشرونو د مراعتولو سپارښتنه وکړه چې نن ورځ د پوهنې رياست، د پوهنې آمريتونو او ښوونځيو کې د پاکوالي په پار حشرونه ترسره شول.
