د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۲
ظزطزظطز

پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست اړوند د جنراټرونو د ۷۴ قلمه توکو تهیه کولو او پېرودلو قرارداد د خالد انحنیرېنګ تخنیکي او خدماتي شرکت ته ، د۸۷۱٫۶۰۰ (اته سوه یو اویا زره او شپږ سوه) افغانیو په ارزښت ورکړي.
ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له اړوندو دلایلو سره، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سیمې ته څېرمه په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کندهار ولایت یو شمېر ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ته روزنیزه برنامه پيل شوه

د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو د نويو ګومارل شویو مدیرانو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته د «اغېزمنه ښوونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۱
Background image

په خوست کې یوه ښوونځي ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه

د خوست ولایت په مرکز کې( د سرکیو بوړیو) ښوونځي لپاره د ۱۹۷ زره او ۹۷۵ افغانیو په ټولیز لګښت د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
په دې پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو ټانکرونه، پایپونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د هرات ولایت په مرکز کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په مرکز کې د کارته امین ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
په یادو مراسمو کې د هرات ولایت والي محترم مولانا نوراحمد اسلام‌جار او د. . .

BACK TO NEWS