د فساد پروړاندې مبارزه کې د کونړ ولایت پوهنې ریاست لومړي مقام تر لاسه کړ
د پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د یو لړ څیړونو له مخې د ۲۵ نورو ریاستونو په مینځ کې لومړي مقام تر لاسه کړ.
د پرایماونټ خیریه او پرمختیایي بنسټ
(APWDO/USAID) د یوي سروې په پایله کې چې تیر کال د یاد ولایت د ریاستونو او دولتي ادارو ترمینځ تر سره شوې وه، د پوهنې ریاست د بریښنا، د ښځو چارو، مستوفیت، عمراخان عالي لیسې او د نورو ادارو ترمینځ لومړی مقام ترلاسه کړ
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کونړ د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد ګډونوالو او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د فساد پروړاندې مبارزې ته یې اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: د فساد پروړاندې مبارزه زموږ ایماني او وجداني دنده ده او موږ ورته لومړیتوب ورکوو.
هغه زیاته کړه: د هر ډول فساد پروړاندې مبارزه کې، د پوهنې ریاست او د ښوونځیو په اداراو کې د فساد پر ضد کمیټې رامینځته شوي ، چې په دوامداره توګه د شفافیت تامینول، د مراجعینو شکايتونو ته پر وخت ځواب ویل او نورو موضوعاتو په اړوند جدې اقدام تر سره کوی.
په ورته وخت کې په غونډه کې د نورو ادارو رئیسانو په خپلو دفترونو کې له اداري فساد څخه د مخنیوي په اړه اقدامات او برنامې تشریح کړې او ژمنه یې وکړه، چې د ګډو هڅو په ترسره کولو سره به د فساد له مینځه وړلو په برخه کې جدي مبارزه وکړي.
