د فراه ولایت د پوهنې په ریاست کې د بریښنایې شهادت نامو د چاپ سیستم پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۲۱:۴۷
12
فراه ولایت د پوهنې ریاست له خوا په دي ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د ۱۵۰ زره افغانیو په مالي لګښت د لومړي ځل لپاره د بریښنایې شهادت نامو د چاپ سیستم د پوهنې د رئیس ښاغلي اختر محمد "زعیم"، مسؤلینو او خبریالانو په حضور کې پرانیستل شو.
 
د پوهنې رئیس په دغه غونډه کې وویل: چې د دې سیستم په واسطه به د وخت د بې ځایه لګښت، قلمي لاسوهنې، درغلۍ، جعلي اسنادو او نورو مخنیوی وشي، ده زیاته کړه، چې فارغ شوي زده کونکي به د پخوا په پرتله ډیر ژر او پرته له کوم ځنډ څخه خپلې شهادتنامې ترلاسه کړي.
 
د یادونې وړ ده، چې د سیستم د نورو وسایلو مالي لګښت د پوهنې ریاست له بودجې څخه ورکول کېږي، چې پر مټ به یې لومړی د ۱۴۰۰ کال زده کونکي خپلې شهادت نامې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS