د فراه له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۹:۵۶
د فراه له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د پوهنې آمر وايي: د فراه ولايت د پوهنې رئيس په دغه ولسوالۍ کې دتخت پرچمن ليسې له ښوونیز بهير او اداري فعاليتونو څخه ليدنه وکړه او له درسونو سره د زده کوونکو لیوالتیا، مناسب درسي چاپيريال او د ښوونځي د مسوولینو اخلاص یې د قدر وړ وباله او همدارنګه د ښوونځي زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول.

د فراه ولايت د پوهنې آمر مولوي محمد قاسم معتصم د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځيو له زده کوونکو سره د ليدنې پر مهال د يو شمېر ښوونځيو تعليمي او اداري چارې یې وارزولې او له اړوندو مسوولينو يې وغوښتل، ترڅو د باکیفیته زده کړو له لارې ځوان نسل ته روزنه ورکړي.

د فراه رود ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شاه محمد رابط د يادې ولسوالۍ د منځني ښوونځي له چارو څخه څارنه وکړه او د ياد ښوونځي د اداري او تدريسي اسنادونو د څېړلو ترڅنګ يې د کارکوونکو پر حاضرۍ هم ټينګار وکړ.

د پوهني رياست د ساينس او  تکنالوژۍ مديريت علمي غړو د ملا معين فراهي د هلکانو لېسې د لابراتوار له ټولګيو څخه ليدنه وکړه او د ياد لابراتوار د فعاليتونو د ليدنې پر مهال يې ځینې مهمې ستونزې ياداښت کړې او د حل ژمنه يې وکړه.

د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د شیخ ابونصر فراهي عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادې لېسې ښوونکو ته یې د چارو د ښه والي په موخه لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS