د فاریاب ولایت په یوه ښوونځي کې کمپیوټرخونه جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۹
111

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند په خواجه کندي منځني ښوونځي کې د یوې کمپيوټرخونې پروژه د ۲۳۰ تنو زده‌کوونکو په ظرفیت لرلو سره د پوهنې مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
د چارواکو په وینا، یاده پروژه د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د ۲۳۰ تنو زده‌کوونکو د کمپیوټر او علمي ټکنالوژۍ په برخه کې د وړتیاوو لوړول دي.
په دغه پروژه کې ۱۵ پایې کمپیوټرونه له یوه داسې ټولګي سره چې په ټولو اړینو وسایلو سمبال دی، برابر شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کندهار ولایت یو شمېر ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ته روزنیزه برنامه پيل شوه

د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو د نويو ګومارل شویو مدیرانو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته د «اغېزمنه ښوونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۱
Background image

په خوست کې یوه ښوونځي ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه

د خوست ولایت په مرکز کې( د سرکیو بوړیو) ښوونځي لپاره د ۱۹۷ زره او ۹۷۵ افغانیو په ټولیز لګښت د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
په دې پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو ټانکرونه، پایپونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د هرات ولایت په مرکز کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په مرکز کې د کارته امین ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
په یادو مراسمو کې د هرات ولایت والي محترم مولانا نوراحمد اسلام‌جار او د. . .

BACK TO NEWS