د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې کورسونه پرانیستل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۳
شیط

د غور ولایت پوهنې ریاست له لوري، د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند جري‌ندیم په سیمه کې د سوادزده‌کړې دوه بابه کورسونه جوړ او پرانیستل شول.
د دغو کورسونو په جوړېدو سره، د غور ولایت د مرکز له ۵۰ څخه زیاتو بې‌سواده او کم‌سواده کسانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین وایي، دغه کورسونه د درسي وسایلو او اړینو اسانتیاوو سره سمبال شوي دي، تر څو ګډون‌والو ته معیاري او اغېزمنې زده‌کړې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS