د غور ولايت پوهنې ریاست سره ۱۱۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته شول
پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت د نخبګان فیروز کوه خصوصي ښوونځي په دې وروستیو کې د یاد ولایت مرکزي ښوونځیو ته ۱۱۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته کړل.
د عمومي تعلیماتو آمر فضلالحق نجات او د ښاري معارف آمر د نخبګان خصوصي ښوونځي له مسؤلينو مننه وکړه او د ولایت له نورو غزتمندو خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره مرسته وکړي.
د معارف ښاري آمر وویل، دا مرسته به په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ستونزه تره يوه بريده حل کړي او ژمنه یې وکړه چې یاد کتابونه به د ښوونځیو زده کوونکو ترمينځ په عادلانه ډول وویشل شي.
