د غمرازۍ پيغام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۲۴
د غمرازۍ پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړه، چې د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال سيد عيسى سادات په يوې ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(اناالله و انا اليه راجعون)

مرحوم سيد عيسى سادات په ۱۳۳۸ کال د ننګرهار ولايت سرخ رود ولسوالۍ کې زوکړى وه، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په ننګرهار ولايت کې پاى ته رسولې وي او همداراز لوړې زده کړې يې هم ياد ولايت پوهنتون کې ترسره کړې وې.

د ۱۳۸۶-۱۳۷۱ کلونو په اوږدو کې يې د ننګرهار په يو شمير ښوونځيو کې د ښوونکي، سر ښوونکو او آمر په توګه دنده ترسره کړې.

په ۱۳۸۶ کال کې د آزادې سيالۍ له لارې د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال وټاکل شو.

نوموړى دنده ژمن شخص وه او خپله دنده يې په پوره صداقت او ريښتينولۍ سره ترسره کوله.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښاغلي سادات مړينه د افغانستان د پوهنې کورنۍ ته يوه سرته ضايعه ګڼي، د الله تعالى له درباره کورنۍ او خواخوږو ته يې جميل صبر او مرحوم ته فردوس جنت غواړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS