د غزني ولایت د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲ - ۱۰:۱۵
د غزني ولایت د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د خصوصي کورسونو له مالکینو سره د ریاست مرستیال مولوي محمد عمر وثیق تر مشري لاندې غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د غزني ولایت د امرباالمعروف ریاست مسئولینو تر څنګ ددې ریاست د څارنې  آمر، د انسجام ، همغږۍ آمر او د تفتیش مدیر هم ګډون درلود.

 د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسئولینو ته یو لړ مقرراتو د پلي کیدو تر څنګ لازمې لارښوونې وکړي:

۱ - په کورسونو کې باید د نجونو او هلکانو ټولګي جدا شي.

۲ – د امکان تر حده د ښځینه زده کوونکو لپاره ښځینه ښوونکې باید و وګمارل شي .

۳ – ټول ښوونیز مرکزونه مو باید له پوهنې ریاست سره ثبت او راجیستر شي.

۴ – که د کوم ښوونیز مرکز جواز تر وخت تیر وي باید زرتر زره یی له سره نوی کړی .

۵ – د څار ټولو غړو ته دنده سپارل کیږي چې له پورته ذکر شوو لارښوونو څخه  په ټینګه څارنه وکړي،

د سر غړونې په صورت کې به له متخلفینو سره د لایحې او قانون له مخې چلند وشي، که چېرته کوم ښوونیز مرکز د قانون څخه سرغړونه کوی پوهنې ریاست  ته به معرفی کیږی او ورسته به د قانون له مخی یاد مرکز تړل کیږی.

همدا رنګه پوهنې ریاست په پام کې لرې چې په راتلونکي نوی کال کې په خصوصي ښوونیزو سکتور کې  اصلاحات را ولی او ورته لازمی آسانتیاوی برابري کړي.

په پای کې د امرباالمعروف استازو خبرې وکړې او د یادو موضوعاتو پلي کول یې خپبل ایماني او وجداني وجیبه و بلله، ورپسې د خصوصي سکتور استازو هم خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د پوهنې ریاست رهبري ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS