د عمومي زده کړو درسي کتابونو د مسودې په اړه د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ علمي برنامه پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۱
zxzx

د پوهنې وزارت په نوښت، د عمومي زده کړو له اووم څخه تر نهم ټولګیو پورې د ساینس او ریاضیاتو د درسي کتابونو د مسودې منځپانګې ارزونې او پیاوړتیا په موخه، د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ علمي برنامه نن د پوهنې وزارت د مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست مسوولینو، د ساینس مرکز مؤلفانو، علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې - روزنې پوهنتونونو د استادانو او همدارنګه د علومو اکاډمۍ د استازو په ګډون پرانیستل شوه.
د برنامې په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب رئیس محترم مفتي محمدحنیف شاکر، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښوونیز نصاب پر ارزښت او رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي ښوونیز نصاب د پوهنيز نظام د ملا تیر وباله او له ټولو علمي او اکاډمیکو کادرونو يې وغوښتل، چې د نصاب د تنظیم، کمي او کیفیتي اړخونو لا پیاوړتیا په برخه کې له پوهنې وزارت سره خپل علمي او مسلکي نظریات شریک کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د خپلې وینا پر مهال د ښوونیز نصاب د بدلون، سمون او پرمختګ پر اړتیا رڼا واچوله او ویې ویل چې ښوونیز نصاب باید د ښوونې او روزنې دواړه اړخونه په متوازن ډول راونغاړي، ترڅو زده‌کوونکي د دیني او ساينسي علومو په رڼا کې د دنیا او آخرت د بریالیتوبونو جوګه وګرځي.
نوموړي زیاته کړه: «د ښوونیز نصاب اساسي موخه دا ده، چې ټولنې ته یو متعهد، دیندار، ژمن، بااستعداده او مسٸول نسل وړاندې کړي؛ داسې نسل چې د خپل هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره اغېزناک رول ولوبوي.»
په همدې حال کې، یو شمېر نورو علمي شخصیتونو، استادانو او مسوولینو هم د غونډې ګډونوالو ته ویناوې وکړې او د ښوونیز نصاب د تدوین، پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې د ورته علمي برنامو ترسره کېدل مهم او ارزښتناک وبلل.
دغه شپږ ورځنۍ علمي برنامه به د ساینس او ریاضیاتو د درسي کتابونو د مسودو د محتوا، جوړښت او علمي معیارونو د ارزونې ترڅنګ، د متخصصینو او اړوندو ادارو د رغنده نظریاتو په راټولولو سره د یادو کتابونو په لا بډاینه او معیاري کولو کې مهم رول ولوبوي.
غونډه د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم غلام ربي رباني په لنډې علمي وینا او مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS