د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د بیان خېلو نجونو ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالي بیان خېلو نجونو ښوونځي نوي ودانۍ د یو لړ مراسموکې د پټي په پریکولو سره د پوهنې رییس له خوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینواو قومي مشرانو ګډون درلود پرانیستل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د نوموړي ښوونځي په انګړ کې جوړه شوي وه د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي وويل : د ویاړ ځای دی چې تر بل هر وخته نن د نجونو په ښوونیزه برخه کې پرمختګ کوو، تاسې ګورئ چې یو خېریه بنسټ دا دویم ښوونځی دی، چې د نجونو لپاره یې جوړوي.
همدا رنګه د یادې سیمې خلکو هم د بنسټ له مشرتابه تر څنګ د پوهنې رئیس له چارو مننه وکړه چې د نجونو ښوونیزې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د یادولو وړ ده چې د یادې ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په پوړونو کې د اریوب خیریه بنسټ په مالي لګښت د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوي، چې ۱۲ درسي ټولګي ، دوي اداري اونور اړین ملحقات لري ، چي په یو وخت کې په کې شاوخوا ۶۰۰ تنه زده کوونکې زده کړې کولی شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د اریوب خیریه بنسټ له لوري ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي، بلکې له دې وړاندې یې هم د ګل غونډۍ نجونو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې وه.
