د سید جمال الدین افغاني دارالمعلمین آمر د کاپیسا، پروان او پنجشېر ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۸
33

د سید جمال الدین افغاني دارالمعلمین آمر مولوي محمد فاروق، د یاد بنسټ د الف څانګې له مسؤلینو سربېره د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن، د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس حافظ محمد فرید، د پنجشیر ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده، د پوهنې ریاست یو شمېر مسئولینو، د كاپيسا او پنجشېر ولايتونو د مسلكي پرمختيايي کمېټې غړو او یو شمېر نورو کارکوونکو سره په کتنه کې په یو لړ مهمو ښوونیزو موضوعاتو نظرونه تبادله کړل.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس په ټاکل شویو زونونو کې د یاد ریاست د نوي تشکیلاتي جوړښت د پلي کولو او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې په دې پروسه کې به د پوهنې وزارت مشرتابه په لارښوونه، له شته کارکوونکو څخه به هېڅوک له دندو ګوښه نه شي؛ بلکې په نورو شته بستونو کې به د دوی د مهارت او تجربې په پام کې نیولو سره وټاکل شي.
همدارنګه نوموړي په یاده برخه کې د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه وويل او د شته ستونزو د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۴۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال ورغول شو

د معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو او د زده‌کوونکو امنیت ډاډمن کولو په موخه، د کاپیسا ولایت مرکز اړوند ریګ‌روان منځني ښوونځي احاطوي‌دېوال د ۵۰۸ متره په اوږدوالي د یوې همکارې ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۵
Background image

کونړ ولایت کې د پوهنې اجرائیوي مدیرانو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د کونړ ولایت د ولسوالیو پوهنې اجرائیوي مدیرانو لپاره د (TPMS) سیمینار ترسره شو، چې پکې د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو او د مالي مدیریت کارکوونکو هم ګډون درلود.
د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۵
Background image

په بامیان ولایت کې له ښوونځیو سره د درسي کتابونو مرسته وشوه

یوې خیریه ادارې په بامیان ولایت د ښوونځیو له زده‌کوونکو سره ۵ زره ټوکه درسي کتابونه مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا، د یادو کتابونو په وېشلو سره به په بېلابېلو سیمو کې د زده. . .

BACK TO NEWS