د سویل ختیز زون ولایتونو د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مسلکي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۱۹
fdsa

د غزني ولایت په پوهنې ریاست کې د هېواد د سویل ختیز زون اړوندو ولایتونو (پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني) د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره میتودیکي سیمینار پرانیستل شو.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعيد، د دغه وزارت د مسلکي پراختيا رئیس او د يادو ولايتونو پوهنې رئيسانو هم حضور درلود.

په ورته مهال د غزني ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني ورغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د کارکوونکو او د ښوونکو د مسلکي غړو وړتیا لوړولو په اهمیت او رول یې خبرې وکړې او د ورته پروګرامونو جوړول یې خورا اړین وبلل.

په پاى کې نورو ويناوالو هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او له ګډون والو يې وغوښتل تر څو د ياد سيمينار له علمي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادولو ده، په همدغه سیمینار کې ټولتال ۴۵۰ تنو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې یې ۱۱۰ تنه د غزني ولایت مسلکي پراختیا غړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS