د سویلي ولايتونو د مدارسو طلابو ترمنځ د قرآن کريم د حفظ او حسن قرائت سيالۍ پيل شوې
د پوهنې وزارت د طرحه شوي پروګرام پر بنسټ د کندهار، زابل، اروزګان او هلمند ولایتونو پوهنې ریاستونو په همغږۍ، د یادو څلورو ولایتونو دارالحفاظونو او مدارسو د طالب العلمانو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ پيل شوې.
د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معينيت د مسئولينو د معلوماتو له مخې، د يادو سياليو آزموينه د دغه وزارت د پلاوي تر څارنې لاندې له کندهار ولايت څخه پيل شوه او په پام کې ده، چې په راتلونکو ورځو کې د زابل، اروزګان او هلمند ولایتونو د مدارسو له طلابو څخه هم یاده آزموینه واخیستل شي.
د اسلامي زده کړو معینیت د پلان له مخې، ټاکل شوې ده چې د قرآن کريم د حفظ او حسن قرائت سيالۍ لومړى د يادو ولايتونو د مرکز او ولسواليو د ديني زده کړو په مرکزونو کې په جلا توګه پيل شي او له هرې ولسوالۍ څخه به دوه-دوه تنه ممتاز زده کوونکي د اړوند ولایت مرکز ته معرفي شي، چې د دغو سیالیو په دویم پړاو کې به د هر ولایت په کچه دوه تنه غوره او د سیالیو وروستي پړاو ته به لاره پیدا کړي، چې له دې ډلې به د څلورو ولایتونو په کچه دوه تنه د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالیو کې د ممتازو کسانو په توګه وپېژندل شي.
