د سواد زده کړې لپاره د ۸ زره درسي کتابونو د چاپ هوکړه وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۲۲
14

د سرچينو او ادارې معینیت په تالار کې د سواد زده کړې ریاست اړوند د ۱۲ عنوانه درسي کتابونو د چاپ په موخه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مفتي حبیب‌الله قتاده نوري، د سواد زده کړې ریاست رئیس او د معارف مطبعې رئیس ګډون کړی و.

د غونډې په لړ کې د یادو کتابونو د چاپ تخنیکي مشخصات د نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د معارف مطبعې سره شریک شول، چې د مطبعې رئیس د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه، د نشراتو او عامه اړیکو رئیس له خوا د معارف مطبعې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه.

په پای کې د ۸ زره درسي کتابونو د چاپ لپاره د ګډونوالو ترمنځ رسمي هوکړه وشوه.

غونډه د دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS