د سلطان غازی بابا ښوونځي ته دوه پوړیزه ودانۍ جوړېږي
د لغمان ولایت د مرکز اړوند دسلطان غازی بابا لېسي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د والي ښاغلي محمد آصف ننګ، د پوهنې رییس عبدالله حمیدي او یو شمېر نورو سیمه ییزو چاروکولخوا د یو لړمراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي وايي، چې د یادې ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اته نیم جریب ځمکي په ساحه کې په دوو پوړنوکې جوړېږي، چې څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه پیسې دښارجوړولووزارت له پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
ښاغلی حمیدي زیاتوي، یاده ودانۍ به ۸ تدریسي ، ۷ اداري خونې، د احاطې دېوال، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې اړوندې ټولې ښوونیږې آسانتیاوې ولري .
د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننګ د خپلو خبرو په ترڅ کې د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او له اوسني حالته یې د افغان ولس د ژغورنې یوازینۍ لاره علم او پوهه وبلله. ښاغلي ننګ د ښوونیزو مرکزونو په ساتلو کې ولسونه همکارۍ ته را وبلل او ژمنه یې وکړه، چې ددې ولایت په تعلیمي نظام کې شته ستونزو ته به رسېدنه کوي او زده کوونکو ته به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د سلطان غازی بابا په لیسه کې شاوخوا ۲۳۰۰ تنه نجونۍ زده کوونکي په زده کړه بوخت دې، چې تر راتلونکي یوه کاله به د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال ته لاسرسی ومومي.
