د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۶
sdf

د سرپل ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت بلخاب ولسوالۍ اړوند د ساینسي مضمونونو ۸۱ تنو ښوونکو لپاره ۱۲ ورځني روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي مضمونونو کې د ښوونکو عملي وړتیاوې لوړول دي.

د یاد سیمینار په جریان کې به ښوونکي د پورته ذکر شویو مضمونونو په عملي تجربو بلد او د مسلکي ښوونکو تر څارنې لاندې به د پوهنې ریاست په مرکزي لابراتوار کې عملي روزنه ترلاسه کړي.

د پوهنې چارواکو په وینا، دا هڅې د ساینس څانګې د ښوونکو مسلکي کچې لوړولو لپاره کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو اړوندو ښوونځیو کې عملي او مؤثر تدریس ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

اعلان داوطلبی

ریاست معارف ولایت کابل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی ترمیمات 5 باب مکاتب  یک باب دارالعلوم مربوطه خویش در ولسوالی های بگرامی، پغمان، گلدره، میربچه کوت، ده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس د یوې ښوونیزې ودانۍ جوړېدو چارې وکتلې

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ګردن دیوار عالي لېسې له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې د. . .

BACK TO NEWS