د سرطان پروړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر جاوید صافی سره لیدنه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۹:۵۱
د سرطان پروړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر جاوید صافی سره لیدنه

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د سرطان پروړاندې د مبارزې بنسټ د مشر ډاکټر جاوید صافی سره وکتل.

ښاغلي جاوید صافي د پوهنې په وزارت کې د نوي مشرتابه څخه خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د سرطان بنسټ به د تیر په څیر د پوهاوي په برخه کې د قوي همکار په توګه د پوهنې وزارت سره پاتې شي.

ښاغلي صافي زیاته کړه چې تر دې دمه په نړۍ کې تر سلو ډیر د سرطان ډولونه پیژندل شوي، خو په افغانستان کې اکثره ناروغان د معدې، مرۍ، سږو، خولې او د وینې په سرطان اخته دي.

هغه د دې ناروغۍ پوهاوی او مخنیوی یوه ساده او ارزانه لاره وبلله او زیاته یې کړه که چیرې ټول سرطانونه په وخت سره تشخیص شي نو درملنه یې کیدی شي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلی رنګینې حمیدي د پوهنې وزارت په تعلیمي مرکزونو کې د پوهاوي د کچې لوړولو په برخه کې د سرطان له بنسټ څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دوی همکاري د هیواد د ماشومانو راتلونکي لپاره اغیزمن کیدی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS