د "زده کړې په کور کې" برنامې ښوونکي وستایل شول
د پوهنې وزارت_خوست: د خوست د پوهنې ریاست له لوري د هغو ښوونکو هڅې وستایل شوې چې د راډیو او تلویزیون له لارې په رضاکار ډول تدریس کوي.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان دغه ښوونکو په خپله وینا کې وویل: تاسې په خورا سختو شرایطو کې د پوهنې دریدلی بهیر بېرته روان کړ او هر سهار په خپلو شخصي امکاناتو راډیو ګانو او تلویزیون ته د تدریس لپاره حاضریږئ.
ده وویل، کرونا یو نړیوال بحران دی، دا ډول بحرانونه انسانانو ته د نویو مفکورو د ایجاد زمینه برابروي، تاسې ثابته کړه چې موږ حتی له ستونزو او مشکلاتو څخه هم د زده کړې د یوې موقع په توګه استفاده کولی شو.
پوهنې رئیس وویل، کرونا ویروس په افغانستان کې د زده کړو نوي طریقه ایجاد کړه، ښوونځي تړلې دي خو تدریس جریان لري.
ښاغلي روښان له یادو ښوونکو څخه د مننې او قدردانې ترڅنګ زیاته کړه چې خوستي ولسونه به هېڅکله تاسې دغه مرسته هېره نه کړي.
د ښوونکو په استازیتوب ښوونکي کریم الله نظیري په خپلو خبرو کې وویل د پوهنې ریاست دا ډول هڅونه او پاملرنه ښوونکو ته نور هم قوت ورکوي نوموړي د ښوونکو په استازیتورب ډاډ ورکړ چې د بحران تر اخره به خپل تدریس ته دوام ورکړي.
په پای کې ټولو ښوونکو ته د پوهنې ریاست له لوري برابرې شوې ډالۍ ووېشل شوې.
