د زابل د پوهنې رئیس د شهرصفا ولسونو ته د ۱۳۹۸ مالي کال حساب ورکړ

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۹
د زابل د پوهنې رئیس د شهرصفا ولسونو ته د ۱۳۹۸ مالي کال حساب ورکړ

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل د پوهنې رئیس نصرالله زاهد دیوي غونډي په ترځ کې د شهری صفا ولسوالي و ولسونو ته د ۱۳۹۸ مالی کال حساب ورکړ.
په هغه غونډه کې چې په همدي موخه جوړه شوي وه ، د زابل له والي رحمت الله یارمل برسیره د دولتي ادرو یو شمیر مسوولینواو قومي مشرانو ګډون درلود.
د پوهنې رییس دغه سترې ولسي غونډې ته د پوهنې ریاست د ۱۳۹۸ مالي حساب ورکړ او د ولسونو څخه یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د شهرصفا ولسوالۍ ولسونو هم د پوهنې رئیس نصرالله زاهد خدمتونه وستایل او ورسره یې ژمنه وکړه چې خپل ماشومان به ښوونځیو ته واستوي او هر راز همکاري به ورسره وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS