د روان(۱۴۰۴ لمریز کال) په لومړیو ۹ میاشتو کې څه د پاسه ۲۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، د سمنګان ولایت ۳۲ بابه ښوونیز مرکزونه ترمیم او رغول شوي
د سمنګان ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، د پوهنې وزارت له بودیجې او د ځینو تعلیمي بنسټونو په مالي مرسته، د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار او اړوندو ولسوالیو کې ۳۲ بابه مدارس، ښوونځي او اداري ودانۍ ترمیم او رغول شوې دي او ټولټال ۲۳ مېلیونه، ۴۳۷ زره، ۶۹۷ افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې ۳ مېلیونه، ۱۰۲ زره، ۶۴۴ افغانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ورکړل شوې دي.
