د دایکنډي ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۳
تاتن

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست روزونکو له خوا د ښوونکو مسلکي پراختیا ۸۹ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو ۸ ورځنی سیمینار پیل شو.

یاد سیمینار چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ سره تنظیم شوی، موخه یې په اداري او تدریسي ادارو کې د هغوی د مسلکي وړتیاوو لوړول دي، ترڅو علمي غړي د نويو او معیاري تدریسي مېتودونو سره بلد شي.

د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې سیمینار منځپانګه ګټوره وبلله او ویې ویل: "دا ۸ ورځنی سیمینار د ښوونکو ۸۹ تنو علمي غړو لپاره پیل شوی، چې وروسته به همدغه وګړي د ولایت په کچه د ښوونځیو ۸۰۰ تنو ښوونکو ته روزنه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: همدغه سیمینار به د ۳ ورځو په موده کې په ځانګړي ډول د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره هم ترسره شي، چې یو تن مرکزي مسئول او د هرې ولسوالۍ څخه یو تن د شورا غړی به پکې ګډون وکړي. "دا اشخاص به د ښوونځیو ۲۵۰ تنو مسئولینو او ۵۰۰ تنو د شورا غړي وروزي او موږ کولی شو ووایو چې په ټولیزه توګه ۱۵۵۰ تنه ښوونکي، آمرین، مدیران او د ښوونځیو شورا غړي به له دې روزنیز پروګرام څخه ګټه پورته کړي."

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS